د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فلوریډا کلب پېښه د ترهګرۍ کړنه نه وه'


د امریکا فلوریډا ریاست د فورټ میرز پولیس وايي، د دوشنبې ګهیځ په یوه نایټ کلب کې شوی بریدد ترهګرۍ پېښه نه وه.

هغه دوه کسان چې په برید کې وژل شوي دي، عمرونه یې ۱۴ او ۱۸ کال ثبت شوي دي.

برید د فلوریډا فورټ میرز ښار په ” بلو کلب “ کې شوی دی چې د ځوانانو لپاره یې یو پروګرام جوړ کړی و.

په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان زخیمان شوي هم دي. این بي سي ټیليویژن راپور ورکړی چې په کلب کې د ډزو په تړاو پولیسو یو مشکوک کس نیولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG