د پاکستان او انګلستان تر منځ د کرکټ د دویمې ټیسټ لوبې نن دویمه ورځ ده.
انګلستان به خپل لومړی اننګز د څلور لوبغاړو په سر له درې سوه څوارلسو منډو پیلوي.
دا لوبه په مانچسټر کې روانه ده او د انګلستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته په خپله د بېټنګ کولو پرېکړه کړې وه.
تر دې وړاندې د لندن په تاریخي لارډز میدان کې تر سره شوې لومړۍ ټیسټ لوبه پاکستان ګټلې وه.