د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د شام پر جګړه له روس سره خبرې کوي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري ويلي چې راتلونکې اوونۍ د لاوس سرمشريزې په څنډه کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره په شام کې پر روانه جګړه خبرې کوي.

په دې سرمشريزه کې چې سبا جوړېږي، د چين او روس ځينې لوړ پوړي ډيپلوماټان هم برخه اخلي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير تېره اوونۍ په ماسکو کې د روس له ولسمشر ولاديمير پوتين او د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره وکتل او په شام کې يې د ناکام اوربند د ژغورنې او د سولې د خبرو د بيا پيلولو په باب پر ځينو ګامونو هوکړه وکړه.

جان کري پرون په ويانا کې خبريالانو ته وويل، دى او روسى سيال به يې دا څېړي چې د شام په باب د سولې مذاکرې کوم پړاو ته رسېدلي او په کومو برخو کې خنډونه شته چې د هغو د حل لپاره اقدامات وشي.

په شام کې د سختو شخړو له کبله د دغه هېواد په باب د سولې مذاکرې په ټپه درېدلي او هغه اوربند چې د امريکا او روس په منځګړيتوب په فبرورۍ کې اعلان شوى و، له منځه تللى دى.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي ولسمشر بارک اوباما ټينګار کوي، چې د شام په باب دې له ماسکو سره د خبرو اترو لړۍ روانه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG