د خیبر پښتونخوا په ملا کنډ کې ټولو سیاسي ګوندونو په یوه خوله هلته د کسټم قانون مخالفت کړی دی.
د جمعې په ورځ ناوخته په سوات کې د عوامي نشنل ګوند له خوا په دې اړه په را بلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې د ټولو ګوندونو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې ګډونوالو په ملاکنډ کې د کسټم ټیکسونو لګېدو مخالفت کړی او دا یې د سیمې له ولس سره د ریاست له خوا د شوو ژمنو خلاف کار بللی دی.
د دوی په وینا ، کله چې ملاکنډ ډوژن په پاکستان کې شاملېدی نو ورسره ژمنه شوې وه چې هلته به داسې ټیکسونه نه لګول کېږي.
د ټول ګوندیزې غونډې ګډونوالو ویلي چې د دوی سیمه ترهګرۍ ځپلې ده او حکومت د مرستې پر ځای ورباندې نور ټیکسونه لګوي.
په غوڼده کې پرېکړه شوې چې د روانې میاشتې پر اوویشتمه نېټه به په ټول ملاکنډ ډوژن کې کاربندیز وي.