د لاسرسي ځای

تازه خبر

 په کونړ کې داعش هېڅ فعالیت نه لري


دکونړ امنيې چارواکي وايي، په ولایت کې یې تر اوسه د داعش (داسلامي دولت ډلې) هېڅ جنګي فعالیت نه ترسترګو کېږي او نه يي د ولایت په یو سیمه کې یو نظامي مرکز پرانستی دی.

د امنیې قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادۍ راډیو ته وویل یوازې دوی ته دومره راپورنه رسېدلي چې د سرکاڼو ولسوالۍ و شونکړۍ ته یو شمېر داعشي کورنۍ ورغلې دي.

«داعش په کونړ کې ځای ځکه نه لرې چې دلته خلکو ورته د نه ځواب ورکړی دی. چون زموږ دیني عالمانو په تېرو میاشتو کې غونډې درلودلې، دوی د داعش خلاف فتواوې ورکړې او پرېکړه یې وکړه چې داعش دلته د پښو ایښودلو ځاي نه لري. هېڅوک نه دي حاضر چې د دغه ډلې ملاتړ وکړي. ځکه چې دغه جنګي ډلې د خلکو ژوند ته ګواښ دی.»

قومندان زیاتوي، په هرځای کې چې داعش سر راپورته کړي، دوی يې د ځپلو لپاره هر ډول چمتوالی لري او اجازه به ور نه کړي چې د ننګرهار په څېر د کونړ خلکو ارام ژوند ګډوډ کړي.

«بیاهم که موږ په دې پوه شو چې داعش دلته جلب و جذب کوي او یا دلته نظامي فعالیت کوي نو امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د ځپلو لپاره پرې عملیات وکړي.»

تیره اونۍ کونړ ته د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال عبدالرحمن رحمان راغلی و، هغه هم ازادۍ راډیو ته وویل په ټول ختیځ کې يې د داعش د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر له امر سره سم پوځي عملیات پلان نیولی دی.

«لکه څنګه چې د دښمن او داعش په نامه تبلیغات کېږي، صرف د ننګرهار په څو نقطو کې څه نشم ویلی، خو په کونړکې داسې اثار چې هغه د داعش په نامه وي زه څه نه وینم. د دې جرړو د ویستلو لپاره د درې واړو قواو یعنې هغه قواوې چې دافغانستان په ختیځ کې میشتې دي، یا هغه قواوې چې د ګمبیرې په قل اردو کې یې لازم ترتیبات نیولي دی او دا به دوه اونۍ وروسته څرګنده شي چې داعش ته څومره زیانونه اوښتي دي؟»

دکونړ مسولین په داسې حال کې له داعش سره د مقابلې او چمتوالي خبره کوي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ختیځ ته ورغلی و او په یوه غونډه کې يې د دغو ولایتونو حکومتي چارواکو ته امر وکړ چې د دوو اونیو په موده کې باید د داعش جرړې له مشرقي سیمو څخه واېستل شي.

راپور : روح الله انوري

XS
SM
MD
LG