د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې سېلاوونو تاوانونه اړولي دي


د نورستان په مرکز پارون او اړوندو ولسوالیو کې بېګا شپه له سخت ورښتونو سېلاوونه راختلي چې د ولایت مرکز پارون او ولسوالیو ته غځېدلې لارې يې دترافیکو پرمخ تړلې دي، دغو سیمو ته دخوراکي او نورو اړینو توکیو لېږدول هم ستونزمن شوي دي.

څو تنو له مرکز پارون څخه مشال رادیو ته په تلیفون وویل د دوشنبې ورځ او بېګا شپه يې په سیمه کې د ورښت په وجه په هر خوړ کې سېلاوونه راغلي، خلکو ته يې دمالي زیانونو اړولو ترڅنګ ګڼې ستونزې پیدا کړې

«په نورستان کې هم دبیګاه شپې راهسې زیات بارانونه وریدلي ،پارون ته تللي لاره دواما ولسوالۍ کې بنده ده .سخت سیلابونه راوتلي دي ،دخلکو پتې او ژرندې يي وړې دي .سرک بلکل ویجاړ شوی دی »

دوي له ولایتې چارواکو او مرکزې دولت غواړې چې دلارو پرانستلو ته دې ځانګړې توجه وکړي او نورستانیان دې له ستونزو وژغوري

«تقریبا دوه درې ساحو کې لاره بنده شوې ده ،نو خلک د ډیرو مشکلاتو سره دي .دخلکو غوښتنه داده چې څومره زر کیدای شي باید دلارې خلاصون دپاره کار وشي ،څو دواړو خواو ته په لارو کې بند مریضان او سورلۍ خپلو ځایونو ته لاړ شي .»

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم مشال راډیو ته ومنله چې په ټول نورستان کې بارانونه شوي، سرکونه يې ویجاړ کړي او د خلکو ستونزې يي زیاتې کړې دي.

والي وايي دواما ولسوالۍ او مرکز پارون ترمنځ له لارې څخه دتیږو او خټو لرې کولو دپاره يي دسرکونو دساتنې ټیم لیږلی او دسرک پاکولو کار يي پیل کړی دی.

«همدا اوس موږ واما ولسوالۍ ته دسرکونو دحفظ او مراقبت ټیم وسایلو سره یو ځاي لیږلی ،هغوي پدې بوخت دي چې سرک خلاص کړي .دسرک خلاصول به دوه دري ورځې وخت ونیسې ،ځکه چې نزدې پنځه کیلو متره سرک بلکل خراب شوی دی .»

هغه وايي تراوسه ورته دځاني تلفاتو کوم راپور ندی رارسیدلی او هڅه کوې چې دمالي زیانونو کره معلومات راټول کړي.

«دقیق معلومات لا تراوسه له ساحو ندي راغلي ،ځکه چې په اکثرو سیمو کې تلیفون کار نه کوي.زیات بارانونه په نورستان کې شوې نو زیانونه هم دلته خلکو زیات اوښتې دي .ځاني زیان راپور موږ ته ندی رارسیدلی .»

دنورستان په څیر په کونړ کې هم بارانونو او سیلابونو خلکو ته ډیر مالې زیانونه رسولې سرکونه یي ویجاړ کړي ،زیانمن شوي خلک دکومک او سرکونو ترمیم غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG