د برتانیا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن پر روسيې غږ وکړ چې د شام پر ولسمشر بشار ال اسد دې د واک پرېښودو لپاره فشار واچوي.
د برتانیا بهرنۍ تګلارې نوی مشر به نن سېشنبه په لندن کې په لومړي ځل د جرمني، فرانسې، اټلي، اروپايي اتحاديي غړیو او د امریکا له استازیو سره د شام پر حالاتو خبرې وکړي.
د جولای ۱۹مې غونډي وړاندې بوریس جانسن ویلي دي چې دی به خپل هغه نظر واضحه کړي چې تر څو بشارال اسد په واک کې وي د شام د خلکو ستونزې نشي ختمېدلای او باید چې د روس په ګډون نړیواله ټولنه پر دې خبره یو موټې شي.