د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې چارواکو دوه نور مشکوک کسان نیولي


د فرانسې چارواکي وايي د نیس په ښار کې د ترسره شوي وروستي برید په تړاو یې دوه نور کسان نیولي دي.

په دغه پېښه کې ۸۴ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ژوبل شوي وو. خبري اژانسونو د ځینو قضايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستي لیکلي چې د یکشنبې پر سهار یوه مېرمن او یو سړی ونیول شول.

دوی په دې اړه نور تفصیلات نه دي وړاندې کړي.

پولیسو وار له مخه پینځه نور تنان نیولي دي. په دوی کې پر خلکو د لارۍ خېژوونکي تن مېرمن هم شامله ده. اسلامي دولت وسله والې ډلې د جولايي پر ۱۴ مه د ترسره شوې دغې خونړۍ حادثې مسوولیت قبول کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG