د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله د امریکايي پوځ له مشر سره لیدلي


د افغان حکومت اجراییه رییس د یکشنبې پر ورځ د امریکا له لوی درستیز سره کتلي او د بېلابېلو امنیتي مسایلو، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د مبارزې او د سولې د ټينګښت په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې له همدې امله له اجراییه ریاست څخه خپره شوې راغلي په دغه لیدنه کې چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو قومندان هم موجود وو، عبدالله عبدالله او جنرال جوزف دانفورد له افغان ځواکونو سره د امریکا او د دغه هیواد ځواکونو د همکاري او د افغان ځواکونو په پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال دانفورد په دغه کتنه کې د افغان ځواکونو له میړانې او د خپل هیواد څخه یې د دفاع برخه کې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به له افغان ځواکونو سره خپل مرسته او همکاري روانه وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG