د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کشمیر کې پاکستانۍ ټیلېوېژني خپرونې بندې کړې دي


د هند تر انتظام لاندی کشمیر چارواکو د ورځپاڼو دفترونه په ولکه کې اخیستي او ټیلېوېژنونه یې تړلي دي. چارواکو دا کار د بیلتونپالي مشر برهان وني تر وژني وروسته له تشدده د ډکو مظاهرو مخنیوي په خاطر کړې دي.

د جولايي پر ۱۶ مه چارواکو وویل، دا بندیز ضروري وو ځکه چې پاکستانيو چینلونو د ستونزو پیدا کولو په موخه یو کیمپېن پیل کړی وو. په وروستیو کې په کشمیر کې د مظاهرو پر مهال شاوخوا ۳۵ کسان وژل شوي او له ۳۰۰۰ څخه زیات ژوبل شوي دي. ویل کېږي، دا په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو پر تشدده حالات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG