د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي کانګریس غړو پر ایران د بندیزونو مسودې منظورې کړې


د ایران او امریکا بېرغونه
د ایران او امریکا بېرغونه

ولسمشر باراک اوباما ګواښ کړی چې د استازو جرګې تازه قانوني مسودې او د چارشنبې پر ورځ منظوره شوې بله مسوده به ویټو کړي.

پراګ: د امریکا کانګرس استازیو جرګې د بیلېسټېک توغندیو جوړولو بهیر دوام په غبرګون پر ایران د بندیزونو لګولو دوه قانوني مسودې منظورې کړې دي.

د استازو جرګې تېر ماښام دا اقدامات پر داسې مهال کړي دي چې امریکايي ولسمشر باراک اوباما له ایران سره د اټومي موافقې یو کال پوره کېدو په مناسبت د دې د برقراره ساتلو ژمنه وکړه.

اوباما ګواښ کړی چې د استازو جرګې تازه قانوني مسودې او د چارشنبې پر ورځ منظوره شوې بله مسوده به ویټو کړي.

د شورو پر ورځ په منظور شوې مسودې کې پر امریکا بندیز لګول شوی چې له ایرانه دې درنې اوبه نه اخلي.

په اټومي توافق کې د دې کار اجازه ورکړل شوې وه. په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند هر غړي له ایران سره د موافقې مخالفت او زیاتره ډېموکراټانو یې ملاتړ کړی وو.

د ګوندونو تر منځ همدا اختلاف د روانې اوونۍ د مسودو د رایو پر وخت هم ولیدل شو.

د استازو جرګې د اکثریت ډلې مشر کېوېن مېکارتي وویل، پر ایران د نویو بندیزونو اړتیا ده ځکه چې د اوباما انتظامیې دا اراده نه ښيي چې ایران د بیلېسټېک توغندیو پروګرام، بشري حقونو سرغړونو او د ترهګرۍ ملاتړ لپاره ذمه وار وګرځوي.

خو ډېموکراټانو د رېپبلېکن ګوند دا قانوني مسودې سږکال د ولسمشریزو انتخاباتو په لړ کې په محافظه کاره حلقو کې د محبوبیت تر لاسه کولو هڅې بللې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG