د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانس کې یو نادره برید لږترلږه ۷۴ تنه وژلي دي


په فرانسې کې یوه بریدګر د خلکو پر مجمعې لارۍ ورخېژولې چې پکې د وژل شویو شمېر ۸۴ ته رسېدلی.

فرانسوي چارواکي وايي، بېګا خلک په نیس ښار کې د سمندرګي غاړې ته ورغونډ شوي ول او په ۱۷۸۹ز کال کې د فرانسې انقلاب پیلېدو په مناسبت د اورلوبې تر نندارې وروسته کورونو ته روان ول چې یو کس خپله درنه لارۍ په خلکو وروخېژوله.

د نیس ښاروال کرېستیان اېستروسې وویل، د لارۍ چلوونکي پر خلکو ډزې هم وکړې. ده وویل، د هغه تر وژنې وروسته یې په ټرک کې وسلې او لاسي بمونه هم وموندل. چارواکو وویل، په پېښه کې له لسګونه څخه تر سلګونه پورې کسان ژوبل شوي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند نن سهار وختي ولس ته په ټیلېوېژني وینا کې وویل، دا ښکاره ترهګر برید وو.

تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو اولاند اسلامي دولت ډلې ته په اشاره وویل، په شام او عراق کې به لا نور اقدامات اخلي او پر هغو به بریدونه کوي چې دوی پر خپله خاوره په نښه کوي.

د امریکايي ولسمشر باراک اوباما په ګډون یو شمېر نړیوالو مشرانو د نیس پېښه غندلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG