د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیریسا می د انګلستان نوې وزیر اعظمه وټاکل شوه


تیریسا می
تیریسا می

د بریتانیې د محافظه کاره ګوند مشره تیریسا می Theresa May په رسمي توګه د دې هیواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه .

د انګلستان ملکې الیزابت د پخواني وزيراعظم ډيویډ کېمرون استعفی هم پرون منظوره کړه.

تیریسا می د لومړۍ وزیرې په حیث تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ رسمي وینا کې ژمنه وکړه چې د ناانصافۍ پرضد به مبارزه کوي او خپل هیواد به چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په حال کې دی، په پښو ودروي.

د بریتانیې نوې لومړۍ وزیرې له خپلو خلکو سره د هغو اختلافاتو د لرې کولو ژمنه هم وکړه چې له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو په سر د شمالي ایرلینډ، انګلستان او سکاټلیڼډ ترمنځ پیدا شوي دي.

د جون په ۲۳ مه انګلستان کې د نظر پوښتنې پایلو وښوده چې ۵۲ فیصده خلک له اروپايي ټولنې څخه پر وتلو خوشاله دي. ډیویډ کیمرون له هغې وروسته وویل نور به د لومړي وزیر په حیث خپل کار ته دوام ورنه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG