د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د داعش پر ضد عراق ته نور عسکر لېږي


د امریکا د دفاع وزیر ایش کارټر وايي هیواد یې د عراق شمالي برخو ته د داعیش خلاف د جنګیدو لپاره ۵۶۰اضافي سرتیري استوي.

نوموړي پرون له بغداد څخه د لیدنې پر مهال وویل، تازه دم ځواکونه به د داعیش څخه د شمالي ښار موصل د نیولو لپاره د یوې جنګي قوماندېیوي ساحې په تشکیلولو کې مرسته وکړي.

یاد ښار له اوږدې مودې راهیسې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې په ولکه کې دی.

نوموړي زیاته کړه چې د قوماندې دغه مرکزبه په ( قیاره هوايي مرکز ) کې پرانیستل شي. دا د موصل ښار ته نږدې یو پوځ مرکز دی چې په ۲۰۱۴ م کال کې داعیش قبضه کړی و خو د جولايي په نهمه د عراق حکومتي ځواکونو بیرته ونیولو.

د ۵۶۰ نویو سرتېرو په اضافه کولو سره به په عراق کې د امریکايي ځواکونو ټوله شمېره ۴۶۵۰ ته پورته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG