د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو "سل په سلو" کې پلوي دى، خو باید شرایط ورته برابرشي.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني په راتلونکو څو ورځو کې د سیاسي کړیو او مدني ټولنې له استازواو یوشمیر دیني عالمانو سره پر "مهمو " مسایلو د خبرولپاره غونډه کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر به د خپل حکومت پر بریاوو او ستونزو د غونډې د ګډونوالو نظر واخلي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښاغلي غني پرون مازيګر په دې اړه له خپلو سلاکارانو سره خبرې وکړې او د "سمو " انتخاباتو پر ترسره کیدو یې ټینګار وکړ.