د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېزخټک: پښتونخوا کې ایدي مرکزونو ته زمکه ورکوو


د خېبر پښتونخوا لومړی وزیر پروېز خټک
د خېبر پښتونخوا لومړی وزیر پروېز خټک

د خېبرپښتونخوا حکومت ايدي خیریه بنسټ ته د ويړيا زمکې ورکولو اعلان کړی دی. د خېبر پښتونخوا لومړي وزیر پروېز خټک پرون په کراچۍ کې د عبدالستار ايدي د لاس نيوې وروستو خبريالانو سره د خبرو پر وخت وویل چې د صوبې په درېوو ضلعو کوهاټ، سوات او صوابۍ کې د ايدي فاونډېشن مرکزونه نشته او دوی به د دې لپاره ويړيا ځمکه ورکوي.

پروېزخټک د دې خبرې اعلان هم وکړو چې په خېبرپښتونخوا کې د ايدهي فاونډېشن (سړه خونه) يا د مړو د کېښودلو ځای نشته نو د هغې لپاره به هم دوی د دې ادارې سره مرسته کوي.

عبدالستار ایدي پاکستان کې د خیریه کارونو تر ټولو لوی مبارز، تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو. نوموړي په خپل ژوندوني د حکومت نه له مرستو اخیستو ډډه کوله او یواځې یې له خلکو بسپنې راټولولې او خیریه ادارې یې پرې چلولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG