د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو او داعش اختلافات د دوی د ترهګرو ګټو لپاره دي


د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د وروستۍ خبرپانې په اړه ویلي چې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ اختلاف د دوی د ترورویستي ګټو په خاطر دی او افغان امنیتي ځواکونه به د دې دواړو ډلو په وړاندې مبارزه کوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پر یکشنبه (اتوار) مشال راډیو ته وویل، مخالفین چې په هر ځای کې د هیواد د نا امنه کولو هڅه وکړي د افغان ځواکونو له خوا به وځپل شي.

ښاغلی رادمنش وايي چې د یادو ډلو د ځپلو لپاره په بیلابیلو ولایتونو کې عملیات روان دي.

وسلوالو طالبانو په دې ورستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې داعش ډله د ننګرهار ولایت په یو شمېر سرحدي سیمو کې فعالیت لري چې دوی به یې په وړاندې مبارزه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG