د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پولیسو د موسیقۍ پر محفل بندیز لګولی


د خيبر پښتونخوا د بنو هنرمندان آرټس سوسايټي غړي وايي پوليسو د اختر په مناسبت د امن په نامه د دوی د موسيقۍ يو پروګرام ته اجازت نه دی ورکړی.

د دې ټولنې مشر فريدالله خان وزير نن مشال ريډيو ته وويل چې انتظاميې د دې کار په کولو سره د سوله ييزو کلتوري هلو ځلو مخنیوی وکړ.

بلخوا د بنو د پوليسو مشر، قاسم علي نن مشال ريډيو ته وويل چې دا پروګرام يې ځکه بند کړ چې منتظمينو يې د امنيت چارې نه وي سمبال کړي خو هنرمندان وايي امنيت برابرول د دوی نه بلکې د پوليسو کار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG