د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې چاودنې درې ماشومان وژلي


د افغانستان د کندهار د ارغستان او سپین بودلک ترمنځ لاره کې د سړک غاړي ماین چاودنې له امله 3 ماشومان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډيو ته وویل چې پدې پیښه کې درې میرمني او درې نارینه ټپیان شوې هم دي.

نوموړي وویل چې پیښه نن له غرمې مخکي هغه مهال وشوه چې یو زرنج موټر سایکل ارغستان ته روان و چې د سړک غاړي پر ماین ور برابر شو.

تردې وړاندې هم د هېواد په بیلابیلو برخو کې خښ شوو ماینونو ملکیان وژلي چې چارواکي یې پړه پر وسله والو مخالفو ډلو اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG