د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ناټو سرمشريزې ته وينا کوي


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د غړيو هیوادونو د دوه ورځنۍ سرمشریزې پر مهال نن د شنبې په ورځ د افغانستان پر حالاتو ځانګړې بحث پيلوي.

پراګ: د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د غړيو هیوادونو د دوه ورځنۍ سرمشریزې پر مهال نن د شنبې په ورځ د افغانستان پر حالاتو ځانګړې بحث پيلوي.

ټاکل شوې ده چې په دې لړ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني دې سرمشریزې ته د خپل هیواد پر حالاتو او اړتیاوو ته وینا وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني او د دې هیواد اجراييه ريیس عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره وليدل.

اجراييه ريیس عبدالله عبدالله له امریکايي ولسمشر سره تر لیدو کتو وروسته مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې دوی د ولسمشر اوباما د هغې پرېکړې مننه وکړه چې د کال تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ ځواکونه پرېږدي.

عبدالله عبدالله وویل ، "د افغانستان ولسمشر او ما د امريکا د دې تصميم مننه وکړه چې د خپلو همکاريو د دوام ژمنه يې کړې ده، دوى د افغان امنيتي ځواکونو د مالي ملاتړ ډاډ ورکړ، د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپلو خبرو کې يادونه وکړه، که موږ د ملي يووالي پر حکومت يې باور نه لرلاى دا تصميم مو نه نيوه، د امريکا هوډ د نورو هېوادونو چې د افغانستان همکار دي، پر تصميم اغېز وکړ، دوى هم د همکاريو د دوام لپاره خپل چمتووالى څرګند کړ."

د ناټو یوه چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرطمشال راډیو ته وویل چې د ناټو د اته ویشت غړیو هېوادونو په منځ کې به یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي.

ناټو دا وخت په افغانستان کې نږدې دیارلس زره عسکر لري. د دې اتحاد مشر ینز ستولتنبرګ د جمعې په ورځ یو وار بیا له افغانستانه سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

تمه ده چې نن به ناټو تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د مرستو ژمنې وکړي او د غوڅ ملاتړ ماموریت به تر ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته وغوځوي.

XS
SM
MD
LG