د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او اذربایجان ولسمشران پر یو شمېر خپلمنځي همکاریو سلا شو


افغان ولسمشر اشرف غني (پخوانی عکس)
افغان ولسمشر اشرف غني (پخوانی عکس)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پولېنډ پلازمېنې وارسا ته د سفر په دویمه ورځ له غرمې مخکې د اذربایجان له ولسمشر الهام عليوف سره وکتل.

پراګ: د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پولېنډ پلازمېنې وارسا ته د سفر په دویمه ورځ له غرمې مخکې د اذربایجان له ولسمشر الهام عليوف سره وکتل.

ولسمشر غني او د هغه اذري سیال الهام عليوف په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او ادزربایجان پر خپل منځي اړیکو او همکاریو بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر الهام عليوف وویل ، هیواد به یې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره د تېرو کتنو او ژمنو پر اساس په نژدې راتلونکي کې افغانستان ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي مرستې په موخه نظامي سامانونه ور وسپاري.

نوموړي زیاته کړه چې اذربایجان به همدارنګه له افغانستان سره د نظامي همکاریو په لړ کې د افغانستان د هلیکوپترو پر ترمیمولو سربېره د اړتیا پرمهال خپلې هلیکوپتري افغانستان ته خدمتي ورکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره د اذربایجان د همکاریو قدرداني وکړه او خبل سیال یې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې لا نور پانګونې ته وهڅاوی.

ولسمشر غني وویل ، د هرات په ګډون د افغانستان زیاتره ولایتونه د پنبې د تولید لپاره مناسب دي او افغانستان د کال۲۵۰ زره ټنه پنبه تولیدوي.

ولسمشر الهام عليوف په دې اړه وویل ، په نږدې راتلونکي کې به د اذربایجان د اقتصاد وزارت پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له افغان لوري سره له بحث او مشورو وروسته به په افغانستان کې د سیمنټو، کرنیزو محصولاتو او د پنبې د تولیداتو د زیاتوالي په موخه په یادو برخو کې د پانګونې لپاره عملي پلان جوړ کړي.

نوموړي وویل ، که افغان حکومت ورسره د پنبې د تولید د زیاتوالي په موخه د کرنیزې مځکې په برخه کې همکاري وکړي نو په افغانستان کې به هر هکتار کرنیزه ځمکه لږ تر لږه څلورو تنو ته د کار اسانتیا برابره کړي.

افغان او اذري ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي او اقتصادي ودې په موخه د لاجوردو لارې په اړه بحث وکړ.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل ، هیواد یې د اذربایجان مننه کوي چې له افغانستان سره پر اقتصادي او نظامي همکاریو سربېره په یاد هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد هم ګډه مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG