محمد حدیث پردېس
کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د سولې د خبرو د لا منظمه کولو لپاره یې پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړ ده.
د یادې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون وايي چې د سولې شورا به له کوچني اختر وروسته خپلې چارې له همدغه ستراتیژۍ سره همغږې کړي.
د افغان سولې په بهیر کې د اسلامي هېوادونو ښکېلتیا، په نړیواله کچه د سولې په بهیر کې د همغږۍ رامنځته کول او له مخورو کسانو په استفادې د سولې خبرو ته د وسله والو مخالفینو هڅول د سولې عالي شورا د نوې پنځه کلنې ستراتیژۍ مهم ټکي دي.
مولوي عبدالخبیر اوچقون د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، د شورا په نوې ستراتیژۍ کې له اسلامي هېوادونو سره په همږۍ له هغو وسله والو مخالفینو سره پر خبرو تاکید شوی چې د بېلابېلو د لایلو له کبله له حکومت څخه نا راضه شوي دي.
ده وویل ، نوې ستراتیژي به تر ډېره د افغانستان د سولې په بهیر کې د شورا، حکومت او نړیوالې ټولنې مسولیتونه واضح کړي.
" مولوي عبدالخبیر اوچقونزیاته کړه ، زه فکر کوم که چیرته دا طرزالعمل په پوره توګه عملي شي او افغان حکومت، نړیواله ټولنه او نور بنسټونه د سولې له عالي شورا سره همکاري وکړي او دا ستراتیژي عملي شي نو د دې امید ډېر دی چې په افغانستان او منطقه کې دایمي سولې او ثبات ته لاره هواره شي."
د سولې عالي شورا په داسې حال کې د خپلو کارونو د لا منظمه کولو لپاره د نوي ستراتیژۍ د جوړېدو خبره کوي چې څه موده وړاندې د مجتمع صلاح په نامه یو غېر دولتي بنسټ د خپلې څېړنې له مخې د سولې د خبرو لپاره د یوې جامع طرحې جوړول، د پروسې شفافیت، د اصلاحاتو د بهیر وړاندې کول، د سولې په پروسه کې د مدني ټولنې، ملي شخصیتونو، ښځو او ځوانانو شریکول د سولې د ټینګښت لپاره مهم بللی و.
د سیاسي چارو کارپوه محمد بشیر هاتف وايي نا امني په افغانستان کې ګڼې پېچلې رېښې لري او د سولې عالي شورا باید له هرڅه وړاندې له حکومت او نړۍ سره په همغږۍ د دغه خطرناکه رېښو د وچولو لپاره عامه پوهای وکړي.
ښاغلی هاتف وايي که څه هم د سولې د عالي شورا له جوړېدو کلونه کېږي خو تر اوسه دغه شورا د یوې جامع ستراتیژي له لرلو بې برخې وه.
نوموړی وايي ترهغې چې په افغانستان کې د نا امنۍ اصلي عوامل له منځه لاړ نه شي د سولې د خبرو د منظمه کېدو لپاره به هر ډول جوړیدونکي ستراتیژي بې ګټې وي.