د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د مظاهرو پر مهال څلور پولیس افسران وژل شوي


امریکايي چارواکو په دالاس کې د پولیسو د څلورو افسرانو د وژل کیدو او څو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی .

دا کسان د زيارت په ورځ د مظاهرو پر مهال په ډزو کې وژل شوي دي.

پولیسو په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې یو مشکوکه کس يې نيولی دی.

دوی همدارنګه ویلي چې د بمونو ناکاره کوونکو ډله یې د یوې مشکوکې کڅوړې يا خلتې په اړه څیړنې کوي .

دا مظاهرې له هغه وروسته پیل شوي چې یو تور پوستی په لوییزیانا او یو بل تورپوستی په مینه سوتا کې د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG