د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په عراق کې د شیعه ګانو مزار په توغندیو ویشتی


عراقي چارواکي وايي، د اسلامي دولت ډلې وسله والو د بغداد په شمال کې د شیعه ګانو پر یوه مزار توغندي ورولي او پکې یې ځانمرګي بریدونه کړي دي.

چارواکي وايي، تېره ورځ ناوخته وسله والو پر مزار د ګڼې ګوڼې پر وخت توغندي وورول چې له کبله یې ګډوډي پیدا شوه.

دوی وايي، پر همدې مهال د پوځیانو په جامه کې درې ځانمرګي ودانۍ ته ورننوتل او چاودنې یې وکړې چې پکې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل شوي دي.

څو ورځې مخکې د بغداد په مرکزي سیمه کې په یوه موټر بمي برید کې لږ تر لږه ۲۹۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ژوبل شوي ول.

پرونی برید له بغداده شاوخوا ۵۵ میله لرې په بلاد کې د سید محمد بن علي الهادي په مقبره کې شوی دی.

د حملې پر وخت ګڼ خلک د اختر لمانځلو لپاره مزار ته ورغلي ول. چارواکي وايي، دوه ځانمرګو بریدګرو د مزار په وره کې چاودنې وکړې او درېیم یې ورننوت او پر زایرینو یې لاسي بمونه وروتوغول.

اسلامي دولت وسله والې ډلې په یوه بیان کې د حملې ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG