د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د قدرتي افتونو سمبالولو ته سم پام نه کوي'


پاکستاني ساینس پوهان وايي، دغه هېواد ځکه قدرتي ناورینونو زیات ځپلی دی چې حکومت یې د داسې حالات لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

په پېښور پوهنتون کې د قدرتي افتونو څېړنې څانګې مشر ډاکټر مشتاق احمد جان وايي، موسمي بدلون په نورو هېوادونو کې هم راغلی خو په پاکستان کې یې د زیان زیاتوالي لامل د اړوند ګامونو نه اخیستل دي.

د پېښور په زرعي پوهنتون کې د موسمي بدلون د څانګې مشر ډاکټر جواد علي وايي، حکومت باید د نورې نړۍ غوندې ګامونه پورته کړي

د یادونې وړ ده چې په پاکستان او په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا کې له تېرو څو کالومو راهسې هر اوړی د بارانونو او سېلاوونو له کبله په پراخه کچه مالي او ځاني زیانونه رسېږي.

روانه میاشت هم د خېبر پښتونخوا په چترال کې سېلاوونو لږ تر لږه ۳۳کسان وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG