د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام یاغیان په بشري سرغړنو تورن


د بخښنې نړیوالې ادارې په شام کې یاغي ډله په دې تورنه کړې ده چې خلک تښتوي، شکنجه کوي یې او وژني یې.

د یاغیانو دې ډلې ته د امریکا ، سعودي عرب ، قطر او ترکي ملاتړ ترلاسه دی.

په لندن کې مېشته د بخښنې نړیوالې ادارې د سېشنبې په ورځ وویل ، چې دوی له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶م پورې په حلب او عدلیب ښارونو کې د تښتوونو څلرویشتې پېښې ثبت کړې دي.

یاده ډله وايي چې په تښتول شوو کې پرامن فعالان ، ماشومان ، کردان ، عیسویان او د نورو لږکیو کسان د مذهب پر اساس په نښه شوي دي.

د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي ، په یاغیانو کې ځینې ډلې هم د ولسمشر بشرالاسد د رژیم غوندې له شکنجه کولو کار اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG