د عراق په پلازمېنه بغداد کې د یکشنبې د ورځې د خونړي برید د مړیو شمېر دوه سوه دیارلس ته رسېدلی دی.
د عراق حکومت د یکشنبې په ورځ د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش له خوا تر شوي دې برید وروسته درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.
وزیراعظم حېدر العبادي تر دې برید وروسته په بغداد کې د اوږدمهاله امنیتي ستونزې د هواري لپاره د هڅو اعلان وکړ.
په بغداد کې دا برید له هغه یوه اونۍ وروسته وشو چې عراقیو ځواکونو له اسلامي دولت ډلې څخه د فلوجې ښار بیرته ونیو.
د داعش پر ضد پر لاسته راوړنو سربېره د عراق ولس حکومت ته په غصه دی چې ولې د ولس امنیت نشي ساتلای.
امنیتي او صحي چارواکي وايي چې د یکشنبې په دې برید کې تر دوه سوه زیات نور کسان ټپي شوي هم دي.