د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو ملتپالي د فاټا لپاره د یو زر اربه روپیو بودیجه غواړي


پښتنو ملتپالي د فاټا لپاره د یو زر اربه روپیو بودیجه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان په پارلمان کې پښتنو ملتپالو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د قبایلي سیمو لپاره دې اعلان کړې بودیجه زیاته کړي. د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، حکومت یو سل اربه روپۍ اعلان کړې دي او دا د قبایلي سیمو او له دې سیمو د بې کوره کړل شویو خلکو د اړتیاوو په مقابله کې هېڅ هم نه دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سېنېټر عثمان کاکړ وايي، دوی په سېنېټ کې قرار داد منظور کړی وو چې د قبایلي سیمو لپاره دې یو زر اربه روپۍ اعلان شي. خو د ده په وینا، حکومت پر دې سربېره د قبایلي سیمو لپاره بودیجه تر یو سل اربه روپۍ نه ده زیاته کړې. د واکمن مسلم لیګ نون ډلې مخکښ شهاب الدین خان وايي، دوی په دې اړه په پارلمان کې ږغ پورته کړی دی او بیا به هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د سیراج ظهیر راپور

XS
SM
MD
LG