د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کویت کې د ترهګریزه بریدونه مخه ونیول شوه'


د کویت سرکاري خبري اژانس خبر ورکوي چې امنیتي ځواکونو یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د درېوو ترهګریزو بریدونو مخنیوی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځ وویل چې د درېوو مخنیونکیو عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ګڼ تورن داعشیان نیولي دي.

د چارواکو په وینا د ممکنه بریدونو په لړ کې پر یو جومات او د کورنیو چارو پر وزارت بریدونه پلان شوي ول. د کویت پټرولیم قامي کمپنۍ د اتوار ورځ اعلان کړی و چې د کورنیو چارو وزارت د سپارښتنو پر اساس د تېلو پر تاسیساتو یې امنیت زیات کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG