د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي


انځور له ارشیفه اخېستل شوی
انځور له ارشیفه اخېستل شوی

د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره وايي، په چترال کې د سیلابونو له وجې د اوو کسانو مړي تر لاسه شوي دي او ۲۴ کسان اوس هم په اوبو کې لادرکه دي.

د نوموړې ادارې یو چارواکي شهریار نن مشال راډیو ته وویل چې په چترال کې سیلابونو کورونه نړولي او د اطلاعاتو او مواصلاتو نظام ته یې هم زیان رسولی دي.

نوموړی زیاتوي، په صوابۍ کې د بارانونو له وجې د یوې ودانۍ چت د راغورځیدو له کبله دوه چینایي وګړي مړه شوي او د مردان په خوړه بانډی سیمه کې بیا د یو کور د چت راغورځېدو په پیښه کې دوه ښځې ژوبلې شوې دي.

په خېبر پښتونخوا کې تېرو کالونو کې هم د پشکال بارانونو او سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه ور اړولي وو.

XS
SM
MD
LG