د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: ګواښونو سره مخ هندو خبريال ته ويل شوي چې ډوډۍ دې جلا خوري


صاحب خان اوډ
صاحب خان اوډ

د پاکستان سرکاري خبري اژانس Associate Press Of Pakistan کراچۍ دفتر کې کارکوونکی هندو خبريال صاحب خان اوډ وايي له کله راهيسې چې هغه ده سره د شوي مذهبي تعصب په اړه خبرې پيل کړې، د دفتر مشر ورته ګواښونه کوي.

د سند دادو سيمې سره تعلق لرونکی صاحب خان اوډ درې مياشتې مخکې د ياد دفتر په کراچۍ څانګه کې کار پېل کړی. نوموړي نن مشال ريډيو ته وويل چې په لومړي سر کې يې د دفتر مشر ورته وويل چې په بېلو لوښو کې به ډوډۍ خوري.

هغه زياته کړه: ((ما په خپل جلا کړې ګلاس کې اوبه څښلي. يو مات قاب بې راکړی وو، هغې کې به مې ډوډۍ خوړله. چې کله روژه راغله او دوی ماته ډوډۍ راکوله نو راته يې وويل چې له دفتره بهر يې وخوره. بهر مې ډوډۍ وخوړه.))

صاحب خان وايي چې کله نوموړی تنګ شو او په دې اړه یې خبرې کول پېل کړي نو د دفتر مشر، چوهدري اسلم پرويز ورته لومړی په ټيليفون او وروسته مخامخ ګواښونه پېل کړل. د هغه په خبره کراچۍ کې هره ورځ مرګونه کيږي نو دی او کورنۍ يې وويريدله چې هسې نه مذهبي سخت دریځي ورته نقصان ونه رسوي.

ما په خپل جلا کړې ګلاس کې اوبه څښلي. يو مات قاب بې راکړی وو، هغې کې به مې ډوډۍ خوړله.

نوموړی وايي: ((دلته يو پروګرام وو د اقليتونو د حقونو په اړه... ما په هغه کې خبرې وکړي چې تاسي د عمومي حقونو خبرې کوئ، ما په خپل دفتر کې خوراک ته نه پريږدي. کله چې زه ډير په تکليف شوم نو ملګرو ته مې وويل. خو زما د دفتر مشر د مسلې د حل پر ځای پر ما نور فشار اچول پيل کړل. د دې فشار له وجې زما ميرمن هم ناروغه ده. د نفسياتو له ډاکټره دوايانې اخله ځکه چې ويريږي چې موږ ته به څوک نقصان ورسوي.))

صاحب خان په دې اړه د خبريالانو اتحاديو او د پاکستان بشري حقونو کميشن کې شکايت کړی دی. د دغه دفتر مشرې زهره يوسف نن مشال ريډيو ته وويل چې د اقلیتونو سره دغسي کار کېدل کومه نوې خبره نه ده خو دوی یې د مخنيوي کوشش کوي.

هغې زياته کړه: ((موږ ايسوسيټيډ پريس سرکاري خبرې ايجنسۍ ته په دې اړه ليکلي دي. هغوی موږ ته په رسمي ډول ځواب نه دی راکړی خو د دغسې پېښې له کېدو انکار کوي. خو موږ ته معلومه ده چې پاکستان کې ادارو کې اقليتونو سره داسې کيږي. موږ دې ادارو ته همېشه خپلې اندېښنې په ليکلي شکل وړاندې کړي دي.))

صاحب خان مشال ريډيو ته وويل چې دی د دفتر له تعصبه دومره تنګ شو چې رخصت يې واخيست. د هغه په خبره غواړي چې د دفتر مشر يې د دې ضمانت ورکړي چې بيا به نه ورسره تعصب کيږي او نه به هم ګواښل کيږي.

شرمېلا فاروقي وايي د مسلې په حلولو بوخته ده
شرمېلا فاروقي وايي د مسلې په حلولو بوخته ده

د سند د وزيراعلی د کلتوري چارو سلاکاره او دغلته د پيپلز ګوند له خوا د صوبايي اسمبلئ غړې، شرميلا فاروقي مشال ريډيو ته وويل چې د دې مسلې په حل بوخته ده.

((زه پر هغه څه چې ده سره پېښ شوي، ډېره خفه يم. دی بايد د خپل ژوند او مذهب په اړه له کومې وېرې بغير کار وکړي. زه به د ايسوسيټيد پريیس آف پاکستان کراچۍ دفتر مشر، اسلم پرويز سره خبرې کوم. خو زه اصلا غواړم چې د صاحب خان سره يو ځای لاړه شم. ما صاحب خان سره په دې اړه خبرې کړې دي. هغه اوس په چټۍ دی. خو له اختر وروسته ورسره زه يو ځای د هغه دفتر ته ځم. زما تګ به صاحب خان مطمينه کړي او د هغه دفتر والاوو ته به دا پيغام ورکړي چې اقليت سره تعلق لرونکي ورونه هم زموږ په شان دي. دوی سره بايد هيڅ قسم تعصب ونه شي.))

پاکستان کې تر ټولو ډېر هندوان په سند کې اوسي چې شمېر يې لکونو ته رسي. په دې وروستيوو کې له دې صوبې څخه د هندوانو جينکو په زور مسلمانول او ودول او د مذهب په بنياد د زور زياتي نور رپورټونه هم ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG