د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له وسله والو طالبانو د ولسوالیو بیا نیولو پلا بشپړ شوی”


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پارلېمان په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو ښه ګډون لپاره یې د هغو ولسوالیو بیا نیولو پلان بشپړ کړی دی چې دا مهال د وسله والو په لاس کې دي.

د افغان پوځ د مشر مرستیال جنرال مراد علي مراد بېګا مشال راډیو ته وویل، د دې لپاره یې د پراخو پوځي عملیاتو پلان جوړ کړی دی:

((موږ د ۱۳۹۵ لمریز [یعنې ۲۰۱۶ز] کال تر پایه د پوځي عملیاتو پلان جوړ کړی. که موږ غواړو چې انتخابات وشي، نو باید د هغو ولسوالیو امنیت ټینګ شي چې د دښمن تر خطر لاندې دي او خلک په [پارلېماني] ټاکنو کې د ګډون امکان ولري.))

د جنرال مراد تر څرګندونو مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي ول، دا مهال لږ تر لږه نهه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او ۴۰ ولسوالۍ له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG