د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر افغان سربازانو ځانوژونکي برید ګڼه مرګژوبله اړولې


د کابل امنیې کومندان ویلي چې د پولیس سربازانو پنځه ګاډی له میدانه وردګ د هېواد پلازمېنې ته پر لار ول چې ځانوژونکی موټر بم برید پرې وشو

له افغانستانه لومړي رپورټونه وايي، چې د کابل او غزني پر لویه لار د حیدر خان قلعه په سیمه کې د پولیس ګاډو پر یو کاروان ځانووژونکي موټر بم برید ګڼو پولیس سربازانو ته مرګژوبله اړولې ده.

له کابله د ازادۍ راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د چارواکو له خولې مشال راډیو ته وویل، د امنیتي سرتېرو د ګاډو دغه کاروان له مېدان وردګه د کابل په لور روان وو چې په کرولا ګاډي کې د یوه ځانوژونکي تر برید لاندې راغلی.

خبریال ځدراڼ د کابل امنیې کومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي له خولې وايي، چې د پېښې تر۳۰و زیات تنه مړه ژوبل یې روغتونو ته رسولي دي، خو زیاتوي ښايي د مړو ژوبلو شمېره زیاته شي.

طالبانو د پېښې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG