د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د برتانوي ولس د ټولپوښتنې پرېکړه نه شي پرشا کېدلای'


د جرمني لومړۍ وزیرې (چانسلرې) انګيلا مېرکېل ویلي،دې ته”هېڅ داسې لار نه ښکاري“ چې له اروپايي ټولنې د برتانویو رای ورکوونکیو پرېکړه”بیرته واخیستل شي“ خو هغې او د اروپايي ټولنې نورو مشرانو ویلي دوی غواړي بريتانيا ته د وتو بهیر پیلولو لپاره یو څه مهلت ورکړي.

د جون پر ۲۸ مه د سېشنبې ورځ په برسلز کې له اروپايي مشرانو سره تر لیدو وروسته د بريتانيا وزير اعظم ډېويډ کيمرون خپله پښېماني وښودله او خدای په اماني يې وکړه.انګیلا مېرکېل وويل، دوی هر یو د وتو پر پرېکړه خپه دي خو دا د ارمانجنو سوچونو ګړۍ نه ده.

ډېويډ کيمرون تينګار وکړ د وتو پرېکړه سره سره به بريتانیا کله هم اروپا ته شا نه کړي او تر وسه وسه به له دې ټولنې بهر د یوه ګاونډي په توګه تینګې اړیکې جوړوي.

که څه هم د جون پر ۲۸مه نېټه په لندن کې د اپوزیشن کارګر ګوند په نوښت په زرګونه خلکو پر حکومت د بیا ــ ټولپوښتنې غږ وکړ خو د برتانیا وزیر اعظم وویل چې د ولس رایو پرېکړه نه شي پرشا کېدلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG