د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کېلاشي ټولنه له خطر سره مخامخ ده'


د کلتور له پلوه د کېلاش ولس تر ډېر فشار لاندې دی او اوس يې شمېره تر څو زره خلکو پورې راټیټه شوې ده. که چېرې پر دوی دا فشار هم داسې پاتې شي نو دا خلک او د دوی ژبه به هم ورکه شي

ډاکټر خادم حسین په ډان ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې د خیبرپښتونخوا چترال سیمه کې د بېلا بېلو کلتورونو خلکو له یو بل سره ډېر په مینه او زغم وخت تېر کړی دی خو اوس داسې ښکاري چې دغه ټولنه له نویو خطرونو سره مخامخ شوې ده.

ډاکټر خادم حسین لیکي، د خېبر پښتونخوا په چترال کې د بېلا بیلو ژبو ویونکو او کلتورونو خلک ژوند کوي. په بره غریزو سیمو کې د اسماعیلي مسلک خلک اوسیږي او لاندې د سني مسلک. دغه شان په یوه وړه برخه کې يې کېلاشیان له خپلو لرغونيو دودونو، دستورو او عقیدو سره اباد دي.

د کلتور له پلوه د کېلاش ولس تر ډېر فشار لاندې دی او اوس يې شمېره تر څو زره خلکو پورې راټیټه شوې ده. که چېرې پر دوی دا فشار هم داسې پاتې شي نو دا خلک او د دوی ژبه به هم ورکه شي.

بله دا چې د چترال ټولنیز او کلتوري جوړښت داسې دی چې د صوبې د نورو سیمو په مقابله کې دلته ښځې ډېره ازادي لري او په ټولنیزو او سیاسي هلو ځلو کې برخه اخلي.

ډاکټرخادم حسین لیکي، چې د چترال دغه متوازن ټولنه او د ښځو ژوند له خطر او ننګونو سره مخامخ دی. د ښځو د ودونو لپاره خپل مذهب پرېښودو ته مجبوره کول او له سیمې بهر خلکو سره د دوی ودونه یوه جدي ستونځه ده. د یوې ځايي غیر سرکاري ادارې د څېړنې تر مخه دغه شان ۷۴٪ ودونه وروستو جعلي ختلي دي.

دویم غټ خطر دغلته دا مذهبي ډلو له خوا د داسې مدرسو جوړول دي چې سخت دریزۍ ته لار هواروي. په دې کې ځني مدرسې داسې دي چې په ټولنه کې د عدم برداشت جذبو له وده ورکوي.

دریمه دا چې د ځني فرقه ایزو ډلو هلې ځلې او دغلته د امنیتي ځواکو په لوي شمیر کې موجودګي او امنیتي پوستو د ټولنې توازن او د اولس تګ راتګ اغیزمن کړیدی.

ډاکټر خادم حسین په پاي کې لیکي ــــــ د تیر کال د سیلابونو له کبله په چترال کې د اسانتیاؤ بنیادي ډهانچه هم له مینځه تلې ده . نوموړي ویره څرګنده کړیده چې کیدې شي ددې ټولو وجو له کبله د بېلا بیلو مسلکونو دمنونکو تر مینځ فاصلې ډیری شي او کیدې شي دا د امن نه ډکه داره هم د فرقه ایزو جګړو ښکار شي.

XS
SM
MD
LG