د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د افغانانو ځورولو اجازه هېچا ته نه ورکوو


اڅکزی: د افغانانو ځورولو اجازه هېچا ته نه ورکوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په خپله خاوره کې افغانان وځوروي، که افغانان په نورو سيمو کې ځورول کېږي نو پښتونخوا سيمه لويه ده هلته دې ورشي، دوی د هېڅ افغان لپاره شناختي کارت نه غواړي . ښاغلي اڅکزي اشناراډيو ته په مرکه کې وويل: دواړه غاړې دې له حوصلی کار واخلي او په خبرو د ې د تورخم موضوع حل کړي که نه کېږي بيا دې نو دواړه هېوادونه د تورخم مسله چين او امريکا ته پرېږدي په دوو اونيو کې به يې حل کړي . د افغانستان او پاکستان تر منځ د شوې موافقې برخلاف د پاکستان له خوا د تورخم پر کرښه د تاسيساتو جوړول هغه موضوع وه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ يې ناندري په جنگ جگړې بدل کړل او دواړو غاړو ته پکې مرگژوبله واوښته. تر تورخم لانجې پسې د پاکستان حکومت له افغانانو وغوښتل، خپل هېواد ته دې ستانه شي . دتورخم دروازه او د کډوالو ايستل هغه دوه موضوعگانې دي چې نه يواځې دننه په افغانستان کې يې غبرگونونه راوپارول بلکې له پولې اخوا د پښتنو مشرانو لپاره يې هم سرخوږی پيدا کړی دی . په هم دې دوو موضوعگانو د پښتونخوا ملي عوامي گوند له مشر محمود خان اڅکزي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اورېدلائ شئ :

XS
SM
MD
LG