د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز: ډورن برید څلور وسله وال وژلي


د کندز په چاردرې ولسوالۍ کې د هوایې برید له امله څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندانۍ ویندوي ډګرمن عبدالقهار ارام رسنیو ته ویلي چې بېګاه شپه د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت ځواکونو د ډورن په برید کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې هوايي برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG