د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په کونړ کې ځانمرګی بریدګر نیولی


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی.

د دغه ریاست له خوا د سېشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوی کس اعتراف کړی چې پوځي تعلیمات یې په پېښور کې زده کړي او د ځانمګی برید لپاره افغانستان ته لېږل شوی و.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د ملي امنیت منسوبینو د کونړ له څوکۍ ولسوالۍ یو شمېر چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG