د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ملي امنیت سلاکار د ننګرهار له چارواکو سره خبرې وکړې


د افغانستان د ملي امینت سلاکار حنیف اتمر د ننګرهار له قومي مخورو، سیاسي او پوځي مشرانو سره د کوټ ولسوالۍ د وضعیت په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د ملي امنیت شورا له خوا نن د سېشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي اتمر د والي د څرګندونو له اورېدو وروسته د دغه ولایت مسوولینو ته هدایت وکړ چې په ټول قوت سره داعش په وړاندې ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده له تېرو څو ورځو راهیسې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ سخته نښته روانه ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي بیا ویلي، امنیتي ځواکونو د سیمې د تصفیې په حال کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG