د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایلیان او ترکان سره پخلا شول


تر شپږو کلنو ترخو اړيکو وروسته، نن اسرايل او ترکي د بيا پخلاينې رسمي تړون وکړ.

د نننۍ اعلان شوې لوظنامې له مخې به دواړه هېوادونه له يو بل سره ټولې ډيپلوماټيکې اړيکې بحاله کړي چې په ۲۰۱۰م کال د اسرایلیو سمندري ځواکونو په برید کې د نهو ترکي فعالان له وژلو وروسته کړکېچن شوي ول. هغه مهال وژل شوي ترکان له فلسطینیانوسره د ملاتړ لپاره په کشتیو کې د محاصره شوې غزې تړانګې ته پرلار ول.

اسرايل به د معاوضې په ډول شل ميليونه ډالر ورکوي او ترکيه په غزه کې مرستندويه کارونو ته پرېږدي.

د اسرايل وزيراعظم بنيامين نتن ياهو نن دوشنبه په روم کې وويل چې دا پخلاينه به ناارامه منځني ختيځ ته ټېکا یا ثبات راوړي. د هغه ترکي سيال بينالي يلدېريم په انقره کې ورته اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG