د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان حقانيه مدرسې ته د پیسو ورکولو دفاع وکړه


د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف مشر، عمران خان حقانيه مدرسې ته د دېرشو کروړو روپیو ورکولو دفاع کړې ده.

عمران خان پرون اتوار ورځ په پېښور کې خبريالانو ته وويل: ((د مولانا سميع الحق په شمول ټولو مدرسو د پروېز مشرف په وخت کې له هغو پيسو اخيستو انکار کړی وو چې د مدرسو اصلاحاتو لپاره ورکول کېدلې. اوس دوی پر موږ باور لري نو ځکه يې راسره اصلاحات منلي دي. دا د پاکستان لپاره ډېره ښه خبره ده.))

خو اپوزيشن ګوندونه وايي، د دې هېڅ ضمانت نشته چې حقانيه مدرسه به دا پيسې د اصلاحلاتو لپاره وکاروي.

د يادونې ده چې عمران خان څه موده وړاندې له خبريالانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د طالبانو جنګ روا کار بللی وو. د حقانيې مدرسې مشر، مولانا سميع الحق ځان د طالبانو روحاني پلار بولي او له دې ځايه د طالبانو ګڼ مشران فارغ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG