د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او اروپايي ټولنې مشران د برتانیا ټولپوښتنه څېړي


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د اروپايي ټولنې مشران او نور لوړپوړي اروپايي چارواکي نن دوشنبه جلا جلا د برتانیا پر ټولپوښتنه بحث کوي چې د جون پر درویشتمه نېټه ترسره شوه.

جان کېري د ټولپوښتې له پایلو وروسته په ناڅاپي توګه بروکرسلز او لندن ته سفر پیل کړی دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایټالیا په روم کې وویل:

(اروپا ته پر راتګ یوهغه څه چې زه غواړم ټینګار پرې وکړم دا دي چې له اروپايي ټولنې سره اړیکي د امریکا او نړۍ لپاره څومره مهمې دي. یوه هېواد پریکړه وکړه. څرګنده خبره ده چې امریکا داسې فکر کاوه چې د دې پرېکړې پایلې به بل ډول وي خو هغه و نه شو. نو دا زموږ بنیادي مسوولیت دی چې د ولس رایو ته درناوی وکړو.)

بلخوا د برتانیا وزیراعظم ډېوډ کېمرون چې د ټولپوښتنې وروسته یې له خپلې دندې استعفا اعلان کړه نن دوشنبه پارلمان ته وینا وکړي، نوموړی به د سږني کال مني کې څوکۍ خپل راتلونکې مشر ته پرېږدي چې له اروپايي ټولنې سره د بېلتون چارې پرمخ یوسي.

بل پلو اروپايي مشران په دې اونۍ کې تر جوړېدونکې سرمشریزه وړاندې لیده کاته کوي. اټکل کېږي چې په دې سرمشریزه کې به زیات پام په برتانیا کې تر سره شوې ټولپوښتنې ته وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG