د امریکايي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپلو پوځیانو لومړۍ حمله تایید کړه.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما څو اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې پوځیان به یې د طالبانو پر ضد په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.
د اسوشیېټېډ پرس په وینا، دوو امریکايي چارواکو تاید کړې چې پوځیانو يې د جمعې په ورځ پر وسله والو طالبانو لومړۍ حمله وکړه.
دې چارواکو نور د حملې په اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویندوي جنرال چارلس کلیفلند ویلي چې پوځيانويې پر طالبانو"محدودې" حملې کړې خو د پایلو په اړه خبرې کول به یې له وخته مخکې وي.
د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جیف ډیویس اسوشیېټېد پرس ته ویلي چې دا حملې له یوې اوونۍ راهیسې روانې دي.