کابل: د افغانستان ولسمشر اشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د تاجکستان ، ترکمانستان او قزاقستان له مشرانو سره لیده کاته وکړل.
د افغان ولسمشر له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف او د هغه تاجک سیال امام علي رحمان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په هکله بحث او خبرې وکړې.
امام علي رحمان وویل، د افغانستان مسیر د سوداګرۍ لپاره مناسب دی او موږ په دې برخه کې د افغانستان د زیاتې همکارۍ غوښتونکي یوو او همدارنګه د افغانستان لوري په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه.
دواړو ولسمشرانو هوکړه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به سوداګریزې او ټرانزیټي همکارۍ زیاتې شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ییزو پروژو د کار د پرمختګ د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړې.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف خپل افغان سیال اشرف غني ته بلنه ورکړه چې په راتلونکو میاشتو کې ترکمنستان ته سفر وکړي او د اقینې د اورګاډي کرښې د پرانیستې پرمهال دې د دواړو هېوادونو تاجران هم د سوداګریزو مناسباتو د پراختیا په هکله خبرې وکړي.
هغه وویل، د دې سفر په جریان کې به د لاجوردو ټرانزیټ هوکړه لیک هم لاسلیک شي.
قربان قلي بردي محمدوف د افغانستان د هغو ولایتونو د لیدلو لېوالتیا وښوده چې د ټاپي پروژه ورڅخه تېرېږي.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د کار د جریان د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او ولسمشر غني وویل، افغانستان د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره پوره تیاری لري.
افغان ولسمشر اشرف غني د قزاقستان له ولسمشرنور سلطان نظر بایوف سره هم د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او له ترهګري سره د ګډې مبارزې تر څنګ پر یو شمېر خپلمنځي او سیمه ییزو چارو خبرې اترې کړې دي.
دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او هم داسې له قزاقستانه افغانستان ته د غله جاتو د صادراتو لپاره د دوه اړخیز کمیسیون د رامنځ ته کولو په اړه هم هوکړه شوې ده.