د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘په افغانستان کې د داعش وسله وال افغاني بڼه نه لري‘


په افغانستان کې د ناټو اېتلاف غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، اسلامي دولت ډله افغاني بڼه نه لري ځکه چې زیاتره وسله وال یې بهرنیان دي.

په افغانستان کې د ناټو ویاند جنرال چارلس کلیولینډ تېر مازیګر په برسلز کې خبریالانو ته وویل، افغانانو اسلامي دولت ډله رد کړې چې له کبله یې دا ډله اوس د تېښتې په حال کې ده.

کلیولینډ وویل، په ننګرهار کې افغان امنیتي ځواکونو اسلامي دولت ډله وځپله او نفوذ یې له شاوخوا ۱۰ ولسوالیو څخه دوه یا درو ولسوالیو پورې محدود کړ.

ده زیاته کړه، همدا دلیل دی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیت پراختیا په اړه ((جدي اندېښنه)) نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG