د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې چاودنې اته کسان ټپیان کړي


د لغمان ولایت په مهترلام بابا کې د یوې چاودنې له امله اته تنه عام خلک ټپيان شوي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي چې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا جومات ته نږدې د یوه دوکان پر سر د نامعلومه کسانو له لوري غورزول شوي مقناطیسي بم چاودنه کړې چې د ځواک په وینا په دې پېښه کې اته تنه عام خلک ټپيان شوي.

ځواک وایي، زخمیان دا مهال د لغمان مرکزي روغتون ته انتفال شوي.

د دې پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG