په ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي حملې له امله څلور داعشيان وژل شوي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي مشال راډيو ته ويلي، بېګاه ماښام ناوخته د کوټ ولسوالۍ په پرشاه خېلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي دي او یو شمېر وسلې او مهمات یې هم لمنځه تللي دي .
نوموړی وايي، په دغه برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .