د هرات سیمیز چارواکي وایي د ملا هبت الله او ملا محمد رسول ډلو ترمنځ په نښته کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د والې ویاند جیلاني فرهاد مشال راډيو ته وویل چې دغه نښته د ادرسکن او پښتون زرغون ولسوالیو ترمنځ سیمه کې شوې ده.
فرهاد وویل چې په دې پېښه تر ډېره تلفات د ملا محمد رسول ډلې ته اوښتي دي.
خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هرات چارواکي وایې چې دغه نښته دوه ورځې وړاندې پیل شوې وه او نن د سېنشبې په سهار پای ته ورسېده.