د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په هلمند کې وسله والو ۱۸ ولسي وګړي تښتولي”


د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار ـ هرات د لوی لارې پر سر له درېیو موټرو یو شمېر ولسي کسان کښته کړي چې له ډلې یې ۱۸ تنه له خپل ځان سره وړي دي.

د ګرشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک وایي، نن د سېشبنې په سهار د یوه ۳۰۳ بس او دوو باروړونکو موټرو سپرلۍ د طالبانو له خوا ښکته شوي چې کره شمېر یې نه دی معلوم.

خپلواک مشال راډيو ته وویل چې له دې ډلې اتلس تنه طالبانو د باباجي سیمې ته بیولي او نور کسان یې آزاد کړي دي.

وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې ۲۷ مشکوک کسان چې له کندهاره هرات په لوري تلل د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له ۳موټروښکته کړي او د تحقیقاتو لپاره بیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت وسله والو مخالفینو له یوې میاشتې را په دې خوا د کندزـ تخار ، کندزـ کابل ، کندهارـ کابل او په ځینو نورو لویو لارو کې لسګونه مسافر برمته کړي دي.

په تازه پېښو کې وسله والو طالبانو په غزني کې شپږ مسافر برمته کړي او له دې وړاندې د کندز ولایت په شنې تیپې سیمه کې هم طالبانو ۱۸۵ مسافر له موټرو ښکته کړل چې ځينې له ځان بوتلل او په ورته وخت کېد تخارـ کندز پر لارهیې هم ۴۷ مسافر له موټرو ښکته کړل او ځینې له ځان سره بوتلل.

طالبانو ویلي هغه کسان چې دوی برمته کړي او یا یې وژلي ټول دولتي کارکونکي دي خو حکومت بیا دا کسان ملکي وګړي یادوي.

XS
SM
MD
LG