ملګري ملتونه وايي د عراق له فلوجې ښاره په زرګونو عام خلک له هغه وروسته وتلي چې حکومتي ځواکونو یاد ښار له اسلامي دولت وسله والې ډلی د آزادولو اعلان وکړو.
پرون اتوار ورځ په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونوکډوالو ادارې نماینده برونو ګیډو وویل مرستندویه ادارې په تندۍ سره د بدلېدونکيو حالاتو پروړاندی مبارزه کې له ستونزو سره مخامخ دي. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکیو ورځو کې د کډوالو یوه بله څپه هم امکان لري ځکه چې لا هم په فلوجه ښار کې په زرګونو خلک ګېر پاته دي.
بلخوا د عراقيو ځواکونو یو کمانډر د سختو نښتو رپورټ ورکړی چې فلوجه ښار له پاتې وسله والو څخه د پاکولو پرمهال د وسله والو او ترهه ګرۍ ضد ځواکونو ترمنځه شوي دي.
هلته د عراق وزیراعظم حېدر العبادي د روانې میاشتې په ۱۷ مه نېټه له هغه وروستو د بریا اعلان وکړ چې د څو هفتو له جګړو پس عراقيو ځانګړيو ځواکونو د فلوجه ښار زیاتره برخه بیا ونیوله.